اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګ??ګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي ??ې د اكتوبر 24مه نيټه د آزاد كشمير د 70مې تاسيس ورځ د تاريخي لوظ د پخلي ورځ ده۔ د آزاد كشمير د تاسيس د 70مې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې نن د دې تاريخي لوظ د پخلي ورځ ده چې مونږ به د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكۍ د حق او مقصد ترلاسه كولو لپاره هڅې روانې ساتو۔ ده ووئيل چې نننۍ ورځ په دې خبره د غور كولو ورځ هم ده ??ې د جمو او كشمير رياست يوه برخه د هند د ناجائز تسلط څخ?? آزادولو او د ھغه ځائ اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو مقصد مونږ څومره مخ په وړاندې بوتللې او دا هڅې منطقي انجام ته رسولو لپاره به مونږ له نورې څومره هڅې كول وي۔ ده ووئيل په نننۍ ورځ مونږ ته دا لوظ هم كول دي ??ې د آزاد كشمير او پاكستان اولس او حكومت به تر ھغه وخت په قلار نه كېښني تر څو ??ې د مقبوضه كشمير اولس خپل د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه كړے۔ ده ووئيل چې اوسني وزيراعطم شاهد خاقان عباسي هم د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په فورم په ښه ډول پو??ته كړې او په ټوله نړۍ كښې زمونږ سفارتخانې او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو څخ?? د سرغوړونو په ضد او د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره غږ پو??ته كوي۔ ده ووئيل ??ې د دې لوظ پخلې كول دي چې مونږ به د خپلو كشميري وروڼو د خپلواكۍ حق او آزادۍ لپاره هر ډول سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو۔