اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د سېندك منصوبې له مخې 1500 پاكستانيانو له د ورزګار وركولو نه علاوه به ?? بلوچستان كليوالو سيمو ته ويړيا خدمات وركولې كېږي٬ پاكستان كښې د چين سرمايه كارۍ څخه به د اوږدې مودې په بنياد وګړو ته ګټه ترلاسه شي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ پ?? وزيراعظم هاٶس كښې د سېندك مېټلز لمېټډ او چين ميټرلرجيكل كارپوېشن (اېم س?? سي) ترمېنځه سېندك كښې د سرو زرو او پيتلو د ليز لوظنامې په موده كښې د يو كال د پراختيا په لوظنامې په دستوره كښې د ګډون نه وړاندې د اېم س?? سي صدر ژانګ منګ ژنګ او نورو اعلٰې چارواكو سره په ملاقات كښې وكړې۔ په دې موقع ?? بلوچستان اعلٰې وزير نواب ثناء اﷲ زهري، پاکستان كښې چين سفارت ناظم الامور ژاٶ لي جيان ٬ د پټروليم او قدرتي وسيلو ډويژن او ?? بلوچستان حكومت چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم د سېندك منصوبه د تجارتي آپرېشن په كچه راوستلو په لړ كښې د اېم س?? سي د كردار ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل د سېندك منصوبې له مخې 1500 پاكستانيانو ته ورزګار وركولو نه علاوه بلوچستان كليوالو سيمو ته ويړيا خدمات وركولې كېږي٬ پاكستان كښې د چين سرمايه كارۍ څخه به د اوږدې مودې په بنياد وګړو ته ګټه ترلاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ حکومت سرمايه كارو لپاره ښه چاپېريال او دوستانه پاليسۍ معرفي كړې دي ٬ هېواد كښې غېر ملكي كمپنو ته كار كولو لپاره په زره پورې ماحول وركړې شوې دې۔ د اېم س?? سي صدر په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل د چين كمپنۍ د پاكستان كښې په محفوظ ماحول كښې كار كوي چې له مخې ئې دواړو هېوادونو ته ګټه رسي