اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وز??ر سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي پاور ډويژن د پرېښنا د پېداوار په پروژو كار ګړندې كولو او سرمايه كارو ته د پېښو ستونزو لرې كولو لپاره د سي پېك له مخې په انفرادي كچه د رابطې كولو پرېكړه كړې ده ٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د دواړو هېوادونو د اړيكو قوي كولو لپاره ډېره مهمه ده جې ور??ره به دوه اړخيزه مرسته په سباؤن كښې لا زياته شي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پاكستان كښې د چين نوي سفير ژاؤ ژنګ ??ره د خبرو كولو په مهال وكړې چا چې پاكستان كښې د سفير په توګه د ذمه وارو سنبالولو نه پس د پاور ډويژن وړومبې دوره وكړه۔ وفاقي وز??ر په دې موقع د برېښن?? په اړه د چينائي سرمايه كارو كردار ستائيلو ??ره ووئيل د چين او پاكستان د اقتصادي لارې په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو اړيكې نوې كچې ته ورسي۔ ده د چين سرمايه كارو ته د برېښا د وېش په كمپنيو كښې د ګډون بلنه وركړه ځكه چې د چينائي سرمايه كارو په مرسته د برېښنا د طلب او رسد ترمېنځه فرق ډېر كم شوے۔ چينائي سفير ووئيل د چين سرمايه كار په پاكستان كښې د برېښن?? په اړه په تندې ??ره د كېدونكي پرمختګ په غور جاج اخلي۔ ده باور څرګند كړو چې د برېښن?? په اړه به چين د پاكستان نوره مرسته هم وكړي۔ چينائي سفير ووئيل د پخواني اولس مشر فاروق احمد خان لغاري ??ره د هغه وړومبې ملاقات په كال 1996م كښې د چينائي وز??راعظم د دورې په مهال شوے و۔