اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د اروپائ?? ائتلاف او د پاكستان ترمينځھ د توان بچت كولو په اړه په مرسته زياتولو سلا راغلې۔ پاكستان به په دې لړ كښې پاور ډويژن ٬ سر??اري افسران او د شخصي پوهانو پلاوې د اروپائي پوهانو سر?? وركشاپ كښې ګډون له اروپا ته لېږي۔ دا پرېكړه د شورؤ په ورځ د وفاقي وزير اوېس لغاري او د اروپائ?? ائتلاف سفير جين فين كوئس كاټين ترمينځھ ملاقات كښې شوې۔ سردار اوېس احمد خان لغاري د وركشاپ په كولو د اروپائ?? ائتلاف سفير مننه وكړه۔ ده ووئيل د بر??ښن?? د طلب او رسد ترمينځه د فرق لرې كولو نه وروسته اوس دا خبره مهمه ده چې په صارفينو كښې د بر??ښن?? كارولو په حقله شعور بېدار كړې شي چې ورسره به نه يوازې د صارفينو پېسې بچت شي بلكې د بر??ښن?? اوسنې پېداوار به د كفايت سر?? كارولو له مرسته ترلاسه شي۔ اروپائي سفير ووئيل چ?? د اورپا انوېسټمنټ بېنك پاكستان كښې د بر??ښن?? په اړه د پراختيا جاج اخلي او په بلوچستان په شمسي توان د ټيوب وېلو په منتقل كولو به هم غور كوي۔ د دې نه وړاندې هم اروپائ?? ائتلاف خېبر پختونخوا كښې د توان په بېلو پروژو كار كوي۔