اسلام آباد 11 فر??ری (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزير مر??م اورنګزېب د نامتو اداكار قاضي واجد په مړينه خواشيني ښودلې۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې هغې ووئيل چې د قاضي واجد د مړينې له امله نن مونږ د يو لوي فنكار څخه محروم شوي يو۔ هغې ووئيل چې خدا كي ??ستي٬ حوا كي ??ېټي او نورو ډرانو كښې ده د ځانګړي فن څرګندونه كړې۔ د هغه د مړينې په نتيجه كښې پېدا شوې خلا ب?? ډېر وخت پوره نه شي۔ دوهمې وزيرې دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔