پېښور 13 فروری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا وئېلي دي د تعليم ودې ته حكومت پام لرنه كوي ٬مونږ د خپلو ځوانانو څخه زيات نه زيات توقعات لرو كومو چې خپلو اړوندو څانګو كښې مثالي كاميابۍ ترلاسه كړي۔دا خبره ده د نهې په ورځ كنونشن سنټر اسلام ??باد كښې د پیښور سرحد پوه??تو?? كلنې غونډې اسنادو دستورې ته د يو خاص مېلمه په حېث خطاب كښې وكړه۔د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن پروفيسر ډاكټر مختار احمد٬ د پوه??تو?? وائس چانسلر٬استاذان٬د زده كوونكو مور پلار او په لويه شمېره زده كوونكي هم په ??ې موقع موجود وو۔پھ ??ې موقع د پوه??تو?? 1500 څخه زياتو زده كوونكو له پي اېچ ډي٬ اېم اېس او بي اېس سي ډګرۍ وركړې او خپلو اړوندو څانګو كښې د ښې كاركردګۍ زده كوونكو له ئې سرو زرو تمغې هم وركړی۔ده زده كونكو ځوانانو له مباركي وركړه او وې وئېل زمونږ د ټولو آرمان دے چې تاسو د هېواد تر ټولو زيات سبقت لرونكے نسل ثابت شي۔ده ووئيل مونږ د خپلو ځوانانو څخه زيات توقعات لرو چا چې خپلو اړوندو څانګو كښې مثالي كاميابۍ ترلاسه كړي۔ګورنر تاكيد وكړو چې هغوي دې تل د كاميابۍ اعلٰی معيار او تسلس?? په ځاې وساتي