اسلام آب??د 25 اګست (اے پي پي﴾ نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ ﴿اېن ډي اېم اے﴾ وئيلي دي چې د جون د 20مې نېټې نه د اګست تر 24مه نېټه د سختو بارانونو په ن??يج?? كښې په هې??اد كښې 84 كسان مړه او 155 ژوبل شوي٬ په بارانونو كښې 316 كورونو ته زيان رسېدلې۔ د خالي په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا جاري شوي بيان له م??ې د تېرو دوه مياشتو په مهال په هې??اد د بارانونو په ن??يج?? كښې لوي زيان شوے۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په پنجاب كښې په باران او طوفان كښې 31 كسان مړه او 47 ژوبل شوي دي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو او سېلاب په ن??يج?? كښې په مجموعي توګه 21 كسان مړه او 39 ژوبل شوي دي او 173 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په بلوچستان كښې 2 كسان مړه شوي او په جمو او كشمير كښې 21 كسان مړه او د 20 نه زيات ژوبل شوي دي او 60 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په باران او سېلاب كښې په ګلګت بلتستان كښې 2 كسان مړه او يو ژوبل شوے او 13 كورونو ته سخت زيان رسېدلې۔