اسلام آباد ۔ 8ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاکست??ن او چین يو بل سره ځانګړې ملګرتيا لري۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړي??ې په شريكو جغرافيائي ٬ اقتصادي ٬ تاريخ او ستراتيجيګي ګټو اډانه دي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د چين خارجه وز??ر وانګ ژي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان ترمخه ملاقات كښې پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ هم موجود وو۔ سپيكر ووئيل د چينائي خارجه وزير د پاكستان دا دوره به ددواړو هېوادونو ترمينځھ دملګرتيا اړيكې لا مستحكم كولو كښې پېشرفت ثابت شي۔ سپيكر ووئيل د پاكست??ن او چين ترمينځھ ستراتيجيكي همكاري د منطقې او نړيوالې ترقۍ له ضروري ده۔ ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهداري منصوبه د سيم?? په ترقۍ كښې د ګېم چېنجر حېثيت لري۔ ده ووئيل چين سره اړيكې د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهم جز دے۔ د چين خارجه وزير خپلو خبرو كښې ووئيل په اولسي كچه رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔ ده وئيل چين او پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ يو ډول ويژن لري او د سي پېك منصوبه ددې لړۍ يو كړۍ ده۔ ده اسد قېصر ته د قومي اسمبلۍ سپيكر په ټاكل كېدو مباركي وركړه او ده ته ئې د چين دورې كولو بلنه وركړه۔ سپيكر بلنه قبلولو سره د خارجه وزير د لارې خپل چينائي همڅنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔