اسل??م آباد ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) د خزانې ٬ ريونيو او اقتصادي چارو ??فا??ي وزير اسد عمر وئيلي دي معيشت وروستۍ سلګۍ وهي ۔ دا مهال ئې د زړه عمليات روان دي ۔ د كامياب آپرېشن نه ورستو به ټرېك ته راشي او منډې به هم وهي۔ اولس له به ريليف هم وركولې شي۔ حكومت ټېكس ??ال??سي او د ټېكس جمع كولو نظام جلا كوي۔ په ټېكس ??ال??سي بورډ كښې به هم سوادګرې ورورولۍ له نمائندګي وركولې شي۔ اسل??م آباد كښې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ صنعت له د ترقۍ غوره موقعې شته۔ حكومت به اسل??م آباد كښې نوې انډسټريل زون له سوداګرې ورورولۍ سره مرست?? كوي۔ په ??فا??ي پلازمينه كښې د اوبو كمي مسئلې حل كولو په منصوبه كار كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ??فا??ي وزير د اسل??م آباد چېمبر د نوي جوړ اېكسپورټ ډسپلے سنټر پرانستې په مهال سوداګرو ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ آئي اېم اېف سره د مذاكراتو په اړه ??فا??ي وزير ووئيل آئي اېم اېف سره د معمول جائزه مشن مذاكرات روان دي۔ اوس مهال د نوې قرضې اخستو كوم پروګرام نه لرو۔ كه رجوع كول وو نو دا مذاكرات به بنياد وي۔ ده ووئيل ټېكس اصلاحاتو له بشپړه ??ال??سي جوړولې شي۔ اېف بي آر كښې به ډېر زر ??ال??سي بورډ جوړ كړې شي۔ ده ووئېل كاروباري كسان به ??ال??سي اصلاحات مشاورت كښې شاملولې شي او اقتصادي بحالۍ له به د دوي د وړاندېزونو هركلې كولې شي۔ ده ووئيل چېمبر دې اسل??م آباد كښې د خاص اكنامك زون لپاره هم خپل سفارشات حكومت له وركړي چې په ياد كړې شوي زون كښې كوم كوم صنعتونه ولګولې شي۔ ده ووئيل اسل??م آباد كښې د آئي ټي صنعت له د پرمختګ غوره موقعې شته ولې چې دې منطقه كښې 27 هائر اېجوكېشن وركوؤنكې ادارې موجود دي كوم چې د آئي ټي په څانګه كښې هنرمند او لوستي زلمي تياروي۔ ده باور وركړو چې حكومت به اسل??م آباد كښې نوې انډسټريل زون جوړولو له سوداګرې ورورولۍ سره مرست?? كوي۔ ??فا??ې وزير ووئيل اسل??م آباد كښې د اوبو كمي مسئلې هوارولو له حكومت په يوه منصوبه كار كوي چې په نتيجه كښې به ئې ??فا??ي پلازمينې ته هره ورځ يو كروړ ګېلنه اوبه وركولې شي كومه به چې د صنعتونو لپاره هم ګټه وره وي۔ د ښار مسئلو حل له د چېمبر مرستې ته اړتيا ده۔ په دې مهال خپله وېنا كښې د اسل??م آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر شیخ عامر وحید ووئيل اسل??م آباد كښې يو نوي انډسټریل اسټېټ ته اړتيا ده ولې چې په موجوده صنعتي سيمو كښې د نوې صنعتونو لګولو ګنجائش نشته۔ ده په حكومت زور راوړو چې حكومت دې منصوبې له اسل??م آباد كښې مناسب ځائې وركړي