اسلام آباد ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) افغانستان كښې د مصالحتي عمل په اړه د پ??كستان او امريكې ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې د نهې په ورځ خارجه وزارت كښی وشوې۔ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د پ??كستاني او افغانستان لپاره د امريكې خارجه سېكترې خاص استازي زل??ے خليل زاد د امريكائي پلاوي مشري وكړه۔ د خبرو په مهال دواړو ډلو د افغانستان په وضعه او مصالحتي عمل بحث وكړو۔ د دواړو هېوادونو ام??يت?? ٬ دفاعي او سفارتي چارواكو خبرو كښې ګډون وكړو۔ زل??ے خلیل زاد چاته چې امريكې د طالبانو او افغان حكومت ترمينځھ د مصالحتي هلو ځلو كار سپارلې ٬ كابل كښې افغان لارښودو سره د ليدلو نه پس تېره ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې ؤ ۔ زل??ے خلیل زاد به متحده عرب امارات ٬ قطر او سعودي عربستان ته هم ځي۔ د امريكائي خارجه وزير وېنا ده چې خليل زاد د طالبانو خبرو اترو ته د كېښنولو هڅو كښې د امريكې مشري كوي