اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر 2018 ټاكنو كښې د ټګۍ پلټنو لپاره ?? سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړو د 30 كسيزه كمېټۍ اعلان كړې۔كمېټي به 2018 ټول ټاكنو كښې د ټګۍ پلټنو لپاره ټرم آف ريفرنس(ټي او آر)ته حتمي شكل وركوي او د دې له مخې به ضروري ګامونو پورته كولو پشمول د كمېټۍ غړي په اتفاق د ټاكلي وخت دننه راپور مرتب كولو سره ايوان ته وړاندې كولې شي۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ لنډ مهاله سېكتر قمر سهيل لودهي د لاس ليكونو څخه جاري شوي نوټيفيك??شن له مخې په كمېټۍ كښې د دفاع وزير پرویز ??ټك، وفاقی وزیر شفقت محمود، وفاقی وزیر ډاکټر شیریں مزاري، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدري فواد حسین، وفاقی وزیر چوهدری طارق بشیر چیمه، وفاقی وزیر اعظم خان سواتي،د قامي اسمبلۍ غړي محمد عامر ډوګر، خالد حسین مګسي، اختر مینګل، سید امین الحق، غوث بخش خان مهر، سردار ایاز صادق، رانا تنویر حسین، احسن اقبال، مرتضیٰ جاوید عباسي، رانا ثناء اللہ، راجه پرویز ??شرف، سید خورشید احمد شاہ، سید نوید قمر، امیر حیدر اعظم خان، عبدالواسع، سن??تور محمد علی خان سیف، سن??تور سرفراز بګټی، سن??تور نعمان وزیر خټک، سن??تور هدایت اللہ، سن??تور محمد جاوید عباسی، سن??تور محمد اسد علی خان جونیجو، سن??تور محمد عثمان کاكړ، سن??تور عبدالرحمن ملک او سن??تور مولانا عبدالغفور حیدری شامل دي۔ د تحاريك په رڼا كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر ?? سېنېټ چيئرمېن ، د حكومتي ډلې مشر او د مخالفې ډلې مشر د مشاورت نه وروستو د پارليماني كمېټۍ اعلان كړی۔ کمیټی به د 2018 په ټول ټاكنو كښې د ټګۍ د تورونو جاج اخلي او خپل ټي او آر به په خپله جوړوي۔پھ كمېټۍ كښې به د ردو بدل اختيار د قامي اسمبلۍ سپيكر ته ترلاسه وي