هری پور۔ 01 دسمبر (اے ??ی پی) د متح??ه علماﺀ كونسل هزاره ډويژن عمومي سېكتر او خطيب قاضي الفت حسېن وئيلي دي محمد عربي (ص) د خپلو زرينو اخلاقو او قرآن مجيد د لارې په عرب او عجم كښې ا??لا??ي انقلاب راوستلې۔ د نبی کریم(ص) د تشريف راوړلو نه وړاندې ټولنه د هر ډول بدۍ مجموعه وه۔ د شرك او كفر تيارې په ټول كائنات خپرې وې۔ مېرمنې ٬غلامان او بې ګناه وګړي به ظلم زور او زياتي سره مخ كولې شؤ۔ په دې حال كښې ددواړو جه??نو رحمت (ص) لوئې څښتن دين ا??لا?? سره راولېږلو۔ ده يوې ديني اجتماع ته خطاب كولو۔ ده ووئيل خوږ پېغمبر (ص) تر قيامت ورځې راتلونكو خلقو لپاره په خپل ذات كښی يوه غوره نمو??ه پرېښودلې ده۔ ده ووئيل ددغې نمونې ترمخه ژوند تېرولو سره مونږ په دنيا او آخرت كښې كاميابي ترلاسه كولې شؤ۔(وا/وا/1440)