اسلام آباد07 دسمبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي په ترامړي كښې به جنرل روغتون ډ??ر زر فعاله كړې شي٬ په به??ره كهو٬ ترنول او روات كښې به په روغتونونو ډ??ر زر كار پېل كړې شي٬ اسلام آباد به هېلتھـ سټي جوړولې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په پمز روغتون كښې د روغتيا په اړه سپموزيم ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل په پمز روغتون كښې د تېرو شپږو مياشتو په مهال چې كوم كار شوے٬ هغه د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل اسلام آباد به نورو ص??بو لپ??ره د روغتيا په اړه ماډل سټي جوړوو۔ ده ووئيل د روغتيا څانګه د حكومت وړومبې ترجيح ده۔ ??ه ووئيل په طبي څانګه كښې پرمختګ د پرله پسې تحقيق او تعليم په نتيجه كښې كېږي۔ وفاقې وزير ووئيل د تحريك انصاف حكومت غريبانو لپ??ره د روغتيا نظام راوړل غواړي۔ده ووئيل وزيراعظم ته مو خواست كړے چې په راتلونكې بجټ كښې دې د روغتيا بجټ د جي ډي پي دوه فېصده كړې شي۔