اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د تعليم ٬ پروفېشنل ټرېننګ ٬ قامي تاريخ او ادبي ور??ې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د سپارښتنې ترمخه د عظيمې تاريخي ور??ې ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته كولې شي۔ د كوم هم هېواد پېژندګلو كښې كلتوري ور??ه مهم حېثيت لري۔ د اېډوائزري كمېټي آف هېرېټېج اولنۍ غونډې مشري كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل د كلتوري ور??ې محفوظولو او بحالۍ سره به نه يواځې د هېواد مثبت تشخص رامخې ته شي بلكې كلچرل ټورازم ته به وده هم ترلاسه شي۔ ده ووئيل حكومت د عظيمې كلتوري ور??ې محفوظولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ په دې لړ كښې د وزيراعظم په هدايت اېډوائزری کمیټی آف هېرېټېج جوړه كړې شوې كومې ته چې دا مېنډېټ وركړې شوې چې هېواد كښې داسې ځايونه په ګوته كړي او د حفاظت ٬ بحالۍ او پياوړتيا له وړاندېزونه وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل په دې لړ كښې په صوبائي كچه هم كمېټۍ جوړې كړې شوي۔ دې څخه وروستو به د دې دائره كار ضلعې كچې ته ??را??ه كړې شي او په تاريخي ودانو كښې خوښي لرونكي رضاكار به هم دې كېمټيو كښې شامل كړې شي۔ ده ووئېل د نېشنل میوزیم کراچۍ په حقله د سپريم كورټ په پرېكړه به عمل كولې شي۔ غونډه كښې د قامي تاريخ او ادبي ور??ې سېكتر انجینئر عامر رضا، جوائنټ ??ېکتر او ډی جی ډیپارټمنټ ??ف آرکیالوجی اېنډ میوزیم سید جنید اخلاق او نورو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال جوائنټ ??ېکتر سید جنېد اخلاق ګډون كوؤنكو ته بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول پاکستان كښې د 10 زرو نه زياتې تاريخي او مذهبي ودانۍ موجود دي د كومو ري??ار?? چې مرتب كولې شي۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو د قامي او تاريخي ور??ې بحالۍ له وړاندېزونه وركړل۔