اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني د پا??ست??ن په دوه ورځنې دوره د خالي په ورځ اسلام آباد ته راورسېدو٬ وزيراعظم عمران خان د نور خان په هوائي اډه د امير قطر تود هركلې وكړو٬ په دې ??وقع خارجه وزير شاه محمود قريشي هم موجود و٬ د وزيرانو او اعلٰي چارواكو پشمول پلاوې هم د قطر امير سره دے۔ د نور خان په هوائي اډه ماشومانو معزز مېلمه ته ګلونه وړاندې ??ړل٬ امير قطر ته د يوويشت توپو سلامي وكړې شوه۔ د دې ??ه پس وزيراعظم عمران خان د امير قطر ګاډې په خپله چلولو سره وزيراعظم هاؤس ته روان شو۔ د دې څخه وړاندې د قطر امير په مارچ كال 2013م كښې د پا??ست??ن دوره كړې وه۔ په كال 2013م كښې د اقتدار سنبالولو نه پس د ده لخ??ا دا د پا??ست??ن دوهمه دوره ده۔ د قطر امير د وزيراعظم په بلنه د پا??ست??ن دوره كوي۔ د قطر امير به وزيراعظم عمران خان او د اولس مشر ډاكټر عارف علوي نه علاوه اعلٰي چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔ د دورې په موقع به د پا??ست??ن او قطر ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم يادښتونه لاسليك كېږي۔ دورې س??ه به د دواړو هېوادونو اړيكې او مرسته لا زياته شي۔