اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د پاكستان او قطر ترمېنځه په تجارت او سرمايه كارې كښې مرستې لپاره د وركنګ ګروپ جوړولو٬ د سېلګرې او تجارت پرمختګ لپاره د مرستې پشمول د مني لانډرنګ او د ترهګرې د مالي مرستې مخ نيوي او د خفيه معلوماتو د تبادلې په اړه لوظنام?? وشوې۔ د لوظنامو ??اس??يك كېدو په دستوره كښې امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني او وزيراعظم عم??ان خان هم موجود وو۔ د دې څخه وړاندې د وزيراعظم عم??ان خان او د قطر امير ترمېنځه يو په يو ملاقات وشو او د پلاوو په كچه ??ذا??رات هم وشول چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو بحث وكړې شو۔ د دې نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په اړه د تفاهم يادښتونه ??اس??يك كړے شول۔ د پاكستان او قطر ترمېنځه په تجارت او سرمايه كارې كښې مرستې لپاره د وركنګ ګروپ جوړولو په اړه د تفاهم يادښت ??اس??يك شو۔ د قطر د خزانې وزير علي شريف العمادي او د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد تفاهم ??اس??يك كړو۔ د سېلګرې او تجارت په څانګو كښې پرمختګ لپاره د مرستې په اړه په يادښت د قطر د نېشنل ټورازم كونسل عمومي سېكتر اكبر الباقر او د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې فهميده مرزا ??اس??يك وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مني لانډرنګ او د ترهګرې د مالي مرستې مخ نيوي او د خفيه معلوماتو د تبادلې په اړه په ايم او يو د قطر د فنانشنل انفارمېشن يونټ مشر شېخ احمد بن عيد الطهاني او د فنانشنل مانېټرنګ يونټ لنډ مهال ډي جي منير احمد ??اس??يك وكړو۔