لاهور 08 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف مركزي لارښود جهانګير خان ترين وئيلي دي چې پي ټي آئي ?? مائنس عمران خان سوچ هم نه شي كولې، مسلم ليګ ﴿ن﴾ او پيپلز ګوند په تېر وخت كښې لوټ مار كولو سره د هېواد بېړې چپه كړې، د اپوزيشن كرلي مونږ ريبو، د حكومت معاشي ډلې هېواد د اقتصادي بحران نه ويستلې، ورځ تر بله په معيشت كښې بهتري راځي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ مېډيا سره په خ??لو خبرو كښې وكړې. د يوې پوښتنې پ?? ځواب كښې جهانګير خان ترين ووئيل چې وړاندې هم حكومت د بي اېن پي چيئرمېن اختر مېنګل سره په ګډه د بلوچستان ستونزې حل كړې دي، دوي سره رابطه شوې، د دوي ستونزې به په راتلونكي وخت كښې هم حل كولې شي. د يوې پوښتنې پ?? ځواب كښې ده ووئيل چې اپوزيشن سره د حكومت كومه ذاتي ??ګړه ن??ته?? دوي سره جګړه يوازې د لوټ مار په وجه ده ځكه چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ او پيپلز ګوند په تېر وخت كښې لوټ مار كولو سره د هېواد بېړې چپه كړې، د اپوزيشن كرلي مونږ ريبو، د حكومت معاشي ډلې هېواد د اقتصادي بحران نه ويستلې، ورځ تر بله په معيشت كښې بهتري راځي. ده ووئيل چې چوهدري برادران سره د دوي ملاقات شوے، هغوي د حكومت په اړه كومې اندېښنې نه لري او نه كومه مائنس ون خبره شوې.