اسلام آباد 17 فروری (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق ??عوان وئيلي دي د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر بيان د پاكستان او د كشميريانو د دريځ بريا ده٬مونږ ئې هركلے كوو٬ملګري ??لتونه دې د خپل اصولي دريځ نه وړاندې تګ سره د هند د ظلمونو مخه اونيسي٬د خپلو قراردادونو په رڼا كښې دې كشميريانو له قانوني او جمهوري حق وركړي٬د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر لخوا په پاكستان كښې د امن د بحالۍ او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ذمه وار كردار اعتراف ټولې نړۍ ته د پاسكتان په اړه ګټور پیغام دے٬د كشمير په اړه د مودي د بيان غندنه كوو۔د ګل په ورځ په خپل ټوېټ كښې ډاكټر فردوس عاشق ??عوان ووئيل د څلوېښتو كلونو نه د افغان كډوالو د پالنې د هڅو اعتراف په منطقه كښې د پاكستان د مثبت او تعميري ??ردار روښانه دليل دے۔پاكستان او ملګري ??لتونه د نړيوال امن پر??ختګ او خوشحالۍ په شريكه ايجنډا عمل كوي۔ډاكټر فردوس عاشق ??عوان ووئيل د كشمير په اړه د مودي د بيان غندنه كوو۔دا بيان د دې خبرې ثبوت دے چې څوك هم حق او رېښتيا خبره وكړي هند ت?? تكليف رسيږي او د هند دروغ په ??ول?? نړۍ كښې څرګندېږي