اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) خارجه دفتر ويا??دې عائشه فاروقي وئيلي دي ملګري ملتونه٬ او آئي سي او د بشري حقونو د تنظيمونو پشمول نړيواله ورورولي دې هند د امتيازي او اقليت مخالفو پاليسو نه ايسار كړي٬ په هند كښې اقلتونه غېر محفوظ شوي٬ اشرف غني ټاكلې اولس مشر دے، د امريكې او طالبانو امن لوظنامه په افغانستان كښې امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره تاريخي اق??ام دے٬ جمو و كشمير شخړيزه سيمه ده او د دې د سباٶن پرېكړه اوس كېدل دي٬ د ھغې متنازعه حېثيت نشي بدلېدې۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وياند ووئېل ملګري ملتونه٬ او آئي سي او د بشري حقونو د تنظيمونو پشمول نړيواله ورورولي دې هند د امتيازي او اقليت مخالفو پاليسو نه ايسارولو لپاره عملي ګامونه پورته كړي٬ نړيواله ورورولۍ له به هند كښې د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو ٬ د مسلمانانو د عبادت ځايونو او د جائېدادونو تحفظ باوري كول وي۔ ويا??دې ووئيل د بي جے پي مشرانو لخوا د راپاروٶنكو بيانونو نه پس په نوې ډيلي كښې په مسلمانانو زيات تشدد مونږ لپاره اندېښمن او د غندنې وړ دے ۔ ويا??دې ووئيل په دريو څلورو ورځو كښې د هندوتوا پېروكارو لږ نه لږ 14 جوماتونه او يوه درګاه سوځولې، د مقدسو ځايونو او د مقدس كتاب قرآن پاك د منصوبې له مخې بې حرمتي كړې شوې چې پرې ګرده نړۍ احتجاج كوي٬ د ترکېه اولس مشر او د ايران سپريم لارښود په دې لړ كښې د غندنې بيانونه جاري كړي خو ولې هندي حكومت او د بي جے پي يو لارښود يا غړي د مسلمانانو په ضد په ظلمونو افسوس قدرې نه دې كړې۔ د مقبوضه كشمير په اړه ويا??دې ووئيل جمو و كشمير په نړيواله كچه منلې شوې شخريزه سيمه ده د كومې چې په دې وروستيو كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د او آئي سي نمائنده پخلې كړې ۔ ويا??دې ووئيل مقبوضه کشمير كښې د هند لاك ډاٶن نن 221 ورځې شوې او په مقبوضه سيمه كښې 4 نور كسان شهيدان كړې شوي ۔ دې ووئېل هند كشميري اولس په اقليت بدلولو لپاره په جمو و كشمير كښې د هندوانو د آبادولو منصوبه جوړوي كومه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ وياند ووئيل جمو و كشمير شخړيزه سيمه ده ٬ د دې حېثيت بدلېدې نه شي٬ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څو ځله دا شخړيزه سيمه ګرځولې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ويا??دې ووئيل پاكستان د افغانستان په اولس مشر ټاكلې كېدو افغان جمهور ريئس اشرف غني له مباركي وركړې ۔ ويا??دې د امريكې او طالبانو امن لوظنامه په افغانستان كښې امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره تاريخي اق??ام ګرځولو سره وئيلي دي اوس دا انټر افغان ډائيلاګ پلو مخ په وړا??دې تګ لپاره مهمه موقع ده۔ دې ووئيل پاكستان د سهولت كارۍ خپل كردار لوبولې او اوس دا د افغان اولس او د ھغوي د نمائندګانو ذمه واري ده چې دا عمل مخ په وړا??دې بوځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ويا??دې ووئيل پاکستان د ډاکټر عافيه معامله امريکې سره پورته كړې او په دې لړ كښې خبرې اترې روانې دي۔ ويا??دې ووئيل كرونا وائرس د يوې وباء شكل اختيار كړې٬ ټولو سفيرانو ته امر شوې چې ھغوي په كوم هېواد كښې دي زمونږ په هېلت اېډوائزري دې عمل وكړي ۔ ډاكټر عائشه فاروقي ووئيل حكومت د كرونا وائرس چېلنج مخنيوي لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ دې ووئيل هېواد او بهر نړۍ كښې د مېشته پاكساتانيانو تحفظ لپاره به ټول وسائل كارولې