اسلام آباد ۔ 06 اکتوبر (اے پی پی) وزیر??عظ?? شاهد خاقان عباسی د پاكستان او چين ترمخه د ملګرتيا اړيكو او دوه اړخيزه پراخه مرسته لا قوي كولو سره سره د سي پېك په منصوبو تندۍ سره عملدرآمد كولو له اسانۍ رامخې ته كولو كښې د چين د وظيفه ترسره كوؤنكي سفير د خذماتو ستائنه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د چين سفير سن وائی ډونګ سره د ملاق??ت په مهال خپلو خبرو كښې وزير??عظ?? ووئيل د چين سفير ??ه اولسي كچه رابطې پراخه كولو او د تجارت ٬ معيشت ٬ كلتور او زده كړو په شمول بېلو څانګو كښې د همكارۍ په لړ كښې غوره خذمات ترسره كړي۔سن وائی ډونګ ته د ’’ھلال پاکستان‘‘ وركولو په اړه وزیر??عظ?? ووئيل دا يو ډېر لوئې درناوې دے او دا د سفير د غېر معمولي كاركردګۍ اعتراف دے۔ ده د وظيفه ترسره كوؤنكي سفير ذاتي او پېشه وره ژوند لپاره نېكې هيلې ??لرلې۔ سفير سن وائي ډونګ د سفارتي وظيفې ترسره كولو په مهال د هرې ممكنه مرستې په كولو د وزير??عظ?? او د پاتكستان حكومت مننه كولو سره ووئيل پاكستان كښې د وظيفه ترسره كولو په مهال د دواړو هېوادونو اولس ترمينځھ د ازمائيلې شوې ملګرتيا لا استحكمولو لپاره خذمات ترسره كول ما لپاره ??و درناوې دے۔