اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ ذیلی کمېټۍ غونډه د زيارت پھ ورځ پارلمنټ هاؤس كښې د کمېټۍ کنوینر سردار عاشق حسېن ګوپانګ په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټ?? غړو سناتور اعظم سواتی ، د قامی اسمبل?? غړو رشید ګوډیل، شاهدہ اختر علی او شیخ روحیل او نورو اعلیٰ افسرانو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د دف??ع وزارت د كا?? 09-2008 د آډټ اعتراضاتو جاج واخستلې شو ۔10-2009 آډټ راپور جاج اخستو سره د دف??ع ایډیشنل سیکتر حامد رشید رندھاوا ووئيل هيڅ ډول بد عنوانی به قبولې نشي۔ مونږ د محکمانه آډټ کمېټیو په غونډو كښې د دې جاج اخلو۔لنډ مهاله صدرنشین اعظم سواتی ووئيل په قواعدو عملدرآمد كېږي نو د بد عنوانۍ ګنجائش نه پاتې كېږي۔ باکو او برلن كښې د فرنیچر او کمپیوټرز د قواعد خلاف اخستو معاملې جاج اخستو سره کمېټۍ د معاملې ترسره كولو سپارښتنه وكړه۔ سناتور اعظم سواتی ووئيل د دف??ع وزارت پالیسی بايد د حکومتی پالیسو سره مطابقت ولري۔ پی اے سی د دې معاملې ترسره كولو لپاره د دف??ع وزارت له د 6 مياشتو وخت وركړې۔ د قواعد خلاف خریداریو او نور آډټ اعتراضاتو پھ اړه پی اے سی سپارښتنه وكړه۔