اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئېلي دي ټولو سياسي ګوندونو له ميثاق معيشت لپاره په ګډه كار كول پكار دي۔تېره ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ??وئيل ميثاق معيشت د وخت ضرورت دے۔ده ??وئيل پي آئي اے او سټيل ملز نجكاري د هېواد په ګټھ كښې ده ځكه چې پھ دې غېر منافع بخش ادارو ډېر لوې رقم خرڅ كېږي۔ده ??وئيل پي آئي اے او پاكستان سټيل ملز د لوې رقم جاري كولو له امله پھ هېواد كښې پرمختيائي كار هم ځپلې شوې۔دوهم وزير ووئيل سياسي عدم استحكام هم د هېواد معيشت متاثر كولو يو مهم سوب دے۔ده ??وئيل كوم هم هېواد د سياسي استحكام نه بغېر پرمختګ نه شي كولې۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ??وئيل د راؤ انوار ګرفتارۍ نه وروستو ګڼګژس?? ختمول پكار دي۔ده ??وئيل د پوليس مقابلو په اړه د وجوهاتو د پلټنو هم سخت ضرورت دے۔طلال چوهدري ووئيل د عو??مي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد يو وړوكې سړے دے كوم چې پرله پسې د ق??مي ادارو سپكاوې كوي۔