اسلام آ??اد 07 ج??لا??ي (اے پي پي) د نېب وياند د كال 2018م د ج??لا??ي په 6مه نېټه د احتساب عدالت لخوا د نواز شريف٬ مريم نواز٬ كېپټن ﴿ر﴾ صفدر٬ حسن او حسېن نواز په ضد په اورول شوي ايون فيلډز ريفرنس كښې د پرېكړې وضاحت كړے۔ وياند وئيلي دي چې د معلوم امدن نه د زياتو اثاثو جرم د نېب آرډينن?? 1999م له مخې د كرپشن او بدعنوانې په زمره كښې راځي۔ وياند ووئيل چې نېب د ايون فېلډ ريفرنس په اړه د اسلام آ??اد د احتساب عدالت پرېكړه ترلاسه كړې۔ نېب ته د اسلام آ??اد د احتساب عدالت لخوا د خالي په ورځ د ګرفتارې وارنټ هم ترلاسه شوي دي او نېب د احتساب د قومي عدالت په پرېكړه د هغې د روح له مخې عمل كولو لپاره د نواز شريف٬ مريم نواز او د كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر د قانون له مخې ګرفتارې لپاره كارروائي پېل كړې۔