اسلام آباد 14 جولائي (اے پی پی) د قومي ايئر لائن لخوا د حج پروازونه پېل شول او د سركاري سكيم له مخې كامياب ګرځول شوي327 حاجيان د اسلام آباد څخه د پي كے 7003 پرواز د لارې مدينې منورې ??ه روان كړے شول۔ د مذهبي چارو د وزارت ??ارواكو له مخې قومي ايئرلائن د حج پروازونه پېل كړي دي٬ وړومبې پرواز د كراچې د جناح نړيوالې هوائي اډې څخه مدينې منورې ??ه تللې دے او دوهم پرواز د اسلام آباد څخه تللې۔ ?? پرواز نه وړاندې حاجيان د حج مناسك او د سعودي د قوانينو په اړه خبر كړے شول۔ په دې موقع د سعودي د سفارت دوهم هېډ اف مشن حبيب الله بخاري ووئيل چې د سعودي حكومت حاجيانو لپاره غوره خدمات وركوي او سږ كال به هم د حاجيانو د ښه خدمت كولو هڅه كولې شي۔ ده د پاكستان حاجيانو ته مب??ركي وركړه۔ په دې موقع د مذهبي چارو د وزارت ??اواكي افتاب احمد ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت د نور كلونو په شان سږ كال هم حاجيانو لپاره ښه انتظامات كړي دي۔ ده حاجيانو ته ووئيل چې تاسو د پاكستان سفيران ئې او په سعودي كښې د خپلې ژبې او اخلاقو د لارې ??ابته كړئ چې پاكستانې يو ښه قوم دے۔ د اسلام آباد ??ه هوائي اډه د حاجيانو روانېدو په موقع حاجيانو د خپل عبادت قبلېدو او د هېوا?? پرمختګ او خوشحالې لپاره دعاګانې هم وكړې۔