اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان او امريكا د اوږدې مودې نه د يو بل اتحاديان دي٬ بايد دواړه هېوادونه خپلې اړيكې بيا د سره جوړې كړي٬ په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره اسانيې وركولو ته تيار يو۔ د امريكې ټي وي چېنل فاكس نيوز سره په مركه كښې ده ده ووئ??ل چې د پاكستان او امريكې ترمېنځه د تېرو څو لسيزو اړيكې دواړ?? هېوادونو لپاره ګټورې پاتې شوې دي او پاكستان دا اړيكې درست كول غواړي۔ ده ووئ??ل چې هغه ډالرو يا مرستې لپاره امريكې ته نه دې راغلې بلكې هغه د دواړ?? هېوادونو ترمېنځه اړيكې سمول غواړي كومې چې په تېر وخت كښې خرابې شوې دي۔ د فاكس نيوز له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي تسليم كړه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په دور كښې امريكې سره د پاكستان اړيكې ښې ??ه دي خو ده واضحه كړه چې د افغانستان د اوسني صورتحال په پاكستان تورونه لګول درست نه دي۔ ده ووئ??ل چې كله امريكا په مشكل كښې ښكېل شي نو هغه په هغو سيمو ٬ خلقو او ادارو كښې د قربانې ګډ لټوي كومې ئې چې په هيلو پوره نه وي۔ ده ووئ??ل چې پاكستان په افغانستان امن او استحكام لپاره هر ډو?? اسانيې وركولو ته تيار دے ځكه چې مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان كښې امن او استحكام زمونږ په خپله ګټه دے