اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ﴿رح﴾ د ولادت 143مه ورځ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په عقيدت او احترام لمانځلې شي۔ قائداعظم ﴿رح﴾ د دسمبر په 25مه نېټه كال 1876م كښې په كراچې كښې زېږېدلې و۔ ده ابتدائي زده كړې په كراچې كښې وكړې او د دې نه پس لوړو زده كړو لپاره لندن ته لاړو۔ ده په كال 1886م كښې د قانون ډګري ترلاسه كړه او وطن ته راستنېدو سره ئې ليګل كېريئر پېل كړو۔ بيا وروستو ده په آل انډيا مسلم ليګ كښې ګډون وكړو او د ??يم?? وچې مسلمانانو لپاره ئې د جلا وطن ترلاسه كولو هڅې پېل كړې۔ د هغه په هڅو په كال 1947م كښې د اګست په 14مه نېټ?? پاكستان آزاد ??و۔ د قائد د ولادت په ورځ به هغه ته پېروينه وړاندې كولې شي۔ په دې موقع به عامه رخصتي وي۔ په كراچې كښې به د قائد په مزار قرآن خواني كولې شي۔ د دې ورځې په مناسبت به په ټو?? هېواد كښې خاص پروګرامونه كولې شي۔ په دې موقع به پ?? پاكستان ټېلي ويژن او راډيو پاكستان د پاكستان ستر لارښود ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو لپاره خاص پروګرامونه خپرولې شي۔