اس??ام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان دورې كولو نه پس ستون شو?? د نور خان په هوائي اډه معزز مېلمه ته پرنسپل انفارمېشن آفيسر ﴿پ?? آئي او﴾ ميا جهانګير د دورې يادګاري ال??م وړاندې كړو۔ وفاقي وزيرانو او اعلٰي چارواكو د ابوظهبي ولي عهد رخصت كړو۔ محمد بن زېد النهيان د دې نه وړاندې په كال 2017م كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ د پاكستان او متحده عرب ??ماراتو د مشرانو ترمېنځه په درې مياشتو كښې دا دريمه رابطه وه۔ د ولي عهد د استقباليه په دستوره كښې روايتي رقص هم وړاندې كړې شو چې پكښې د پاكستان د څلورو واړو صوبو د كلتور زړه راكښونكي مناظر ځانګړي ښكارېدل۔