اسلام آباد 23 جنوري (ا?? پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي د برېښنا غلا مخنيوي لپاره جد??د نظام معرفي كوٶ٬ ډسټري بيوشن او ټرانسمېشن لائنونو كښې پراختيا لپاره اقدامات كوٶ٬ د متبادل توان وده د حكومت په په ترجيحاتو كښې شامل ده۔ د شورو په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور آغا شاہ زېب دراني او نورو د پوښتنو په ځواب ده ووئيل لس واړو ډسټري بيوشن كمپنو سره 2 كروړه 72 لكه 55 زره 542 مصرف كوٶنكي دي د ټولو نه زيات زيان په پې??كو ٬ حې??كو او سېپكو كښې كېږي۔ ده ووئيل داسې فيډرز هم شته چې زيان ئې 90 فيصده دے ٬ د كنډا كلتور او برېښنا د غلا خاتمې لپاره اقدامات كوٶ۔ د جهانزېب جمالدیني د پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ د متبادل توان څانګه ډي رېګولېټ كول غٶاړو٬ دا مهال دې څانګې څخه ي??ازې حكومت برېښنا اخلي