اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په خېبرپښتونخوا كښې د نوې لوكل ګورنمنټ نظام په يوه مياشت كښې ټول ضروري پړاؤونو بشپړو??و سره د نافذو??و سپارښتنه كو??و سره وئېلي دي چې په وروستيو كښې په خېبرپښتونخوا كښې د وېلج كونسلز جوړولو تجربه ډېره كاميابه پاتې شوې٬دا نظام لا ښه كو??و سره اولس ته په ځايې كچه خپلواكه كولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا په صوبه كښې د نوې لوكل ګورنمنټ نظام متعارف كولو په لړ كښې پھ پېشرفت د جائزې غونډې مشري كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬اعلٰی وزير محمود خان٬د وزيراعظم صلاحكار محمد شهزاد ارباب٬خاص مرست??ال افتخار دراني٬صوبائي وزيرانو شهرام خان تركئي٬سلطان خان٬تيمور سليم جهګړا٬حشام انعام الله٬عاطف خان او اړوند محكمو افسرانو ګ??ون كولو۔په غونډه كښې نوې لوكل ګورنمنټ نظام خدوخال او مجوزه نظام ته په حتمي شكل وركولو غور وشو۔وزيراعظم ووئيل چې ځايې خلك په خپلو مسئلو ښه پوهېږي او د حل كولو صلاحيت لري۔د نوې لوكل ګورنمنټس جوړولو مقصد په ځايې كچه خلك خپلواكه جوړول دي دغسې چې د رغونې او پرمختګ پريكړې پھ ځايې كچه ترسره شي۔ده ووئيل چې له بده مرغه انتظامي ډهانچه د هېواد تر ټولو لويه مسئله پاتې شوې٬د انتظاميې ناكامۍ په سوب په هېواد كښې په ځينو ځايونو شهري صحت٬تعليم٬د څښكلو پاكې اوبه او د نورو بنيادي آسانيو څخه محروم پاتې كېږي۔په نوې نظام كښې اولسي استازي اختيار وركو??و سره د دې جوګه كړی شي چې د خپلې سيمې مسئلې په ځايې كچه حل كړی شي