لاهور 26 مارچ (اے پي پي) لاهور هائي کورټ د مسلم لیګ (ن) د صدر او پنجاب پخواني اعلٰې وزير میا شه??از شریف نامه د اېګزېټ كنټرول لسټ (اي سي اېل) څخه د اوباسلو امر كړې دې۔ د نهې په ورځ د جسټس ملك شهزاد احمد خان په م??رۍ كښې دوه كسيزه بنچ د درخواست ??ما??ت وكړو٬ د شه??از شريف وكيل موقف خپل كړو چې نېب چې كله شه??از شريف رابللې نو شه??از شريف وړاندې شوې بيا ئې هم نامه په اي سي اېل كښې اچولې شوې ده٬ عدالت د نېب وكيل څخه پوښتنه وكړه آيا د شه??از شر??ف په ضد د آمدن نه د زياتو اثاثو پلټنې هم روانې دي٬ د نېب وكيل ووئيل چې د اكتوبر په 23مه نيټه د آمدن نه د زياتو اثاثو انكوائري پېل شوې كومه چې اوس هم جاري ده۔ عدالت د دواړو ډلو موقف د اورېدو نه پس د شه??از شريف نامه د اي اسي اېل نه د اوباسلو امر وركړو۔ د يادونې وړ ده چې نېب د شه??از شريف نامه په اي سي اېل كښې د شاملولو سفارش كړې ٶ او د دې نه پس داخله وزارت د پنجاب د پخواني اعلٰې وزير نامه په اي سي اېل كښې شامل كړې وه