اسلام آباد ۔ 30 اپرېل(اے پی پی) د افغانستان روغې جوړې عمل لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خلیل زاد د دې عزم پخلې كړې چې د اوږد جنګ ختمېدل به اف??ان اولس لپاره د امن او استحكام سبب وګرځي۔ افغانستان كښې تل پاتې امن سره به سيمه ايز اقتصاد?? استحكام هم وده اومومي۔ د زلمے خلیل زاد د پاكستان دورې په ترسره كېدو د نهې په ورځ د امريكائي سفارت لخوا د جاري شوي بيان ترمخه زلمے خلیل زاد د اپرېل په 29 مه او 30 نېټه د پاكستان دوره وكړه۔ د خپلې دورې په مهال ده خارجه سېكتر سهېل محمود او د خارجه وزارت نورو چارواكو پشمول د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو مشرانو او پوځي چارواكو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ زلمے خلیل زاد منطقه كښې استحكام او سوكالۍ له د مفاهمتي عمل ملات?? په اړه د وزيراعظم د اوسنيو خبرو ستائنه وكړه۔ زلمے خلیل زاد ووئيل پاكستان د د انټرا اف??ان ډائیلاګ او د اف??ان ستونزې هواري له د هڅو ملاتړ كړې۔ ده ووئيل منطقې له امن ډېر مهم دے چې ورسره به سيمه ايز اقتصاد?? استحكام ته وده تر??اس?? شي