اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې معیشت به هله مضبوطېږي چې جمهوريت او پارلمان قوي وي ٬ د پي اے سي د چي??رمېن بدلولو په اړه (ن) ليګ سره خبره نه ده شوې٬ دوي ته په سوچ او پوهه سره د پرېكړې كولو مشوره وركوم۔ د پيپلز ګوند حكومت په سندھ كښې په غوره ډول ټېكسونه جمع كوي٬ آئي اېم اېف سره د فنډز ترلاسه كولو ډيل دې پارلمان ته وړاندې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د خزانې وزير اخوا كړې شو ٬ د اېف بي آر او د مركزي بانك چي??رمېن بدل كړې شول ٬ اولس د دې پوښتنې حق لري چې دا پرېكړې څوك كوي۔ ده ووئيل زمونږ په دور كښې چې كله د اېف بي آر چي??رمېن بدل كړې شو نو عدالت مونږ ته د طريقه كار له مخې د چي??رمېن د ټاكنې احكامات جاري كړل٬ د اېف بی آر د چیئرمېن ټاكنې لپاره يوه تګلاره ده كه ھغه خپله نه ك??ې شي ن?? دا عمل غېر قانوني ګرځولې كېږي٬ دا ډول پېښو سره به معيشت كمزوري شي۔ ده ووئيل د 50 لكه كورونو وركولو لوظ دې واكداران سر ته ورسوي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره مونږ هم ??يل كړې خ?? داسې ډيل مو نه دې كړې٬ د برېښنا او ګاز بېعه زياتولو سره په اولس بوج زياتېږي٬ كه د دې سلسلې لاره ونه نيولې شوه نو پيپلز ګوند به په پارلمان او بهر احتجاج كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ يو ډول احتساب غواړو كه داسې ونه شي ن?? دا به انتقامي كاروائي ګڼلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پيپلز ګوند احتساب قوانين نه مني ٬ دا د آمر پرېكړه وه ٬ مونږ دا دريځ لرو چې د آمريت له مخې ټول قوانين تور وي۔