بشکېك 22 مئي (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چین زمونږ خوږ ملګرې او ډېر مضبوط شراكت دار دے٬ پاك چين دوستي زمونږ د خارجه پاليسۍ مهمه ستن ده٬ مونږ ته كه د قامي سلامتيا معاملې رامخې ته وي يا د سيمه ايز امن او استحكام خبره وي نو د چين كردار تل د ستائنې جوګه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ش??رو په ورځ د ش??ګهائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په مهال د چين خپ?? همڅنګ وانګ ژي سره خپ?? خاص ملاقات ??ښې كړې۔ د ملاقات ??ه مهال په دوه اړخيزه اړيكو او منطقه كښې د امن او امان په صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي د چين خپ?? همڅنګ ته د بېلټ اېنډ روډ دوېم فورم په كاميابۍ مباركي وركړې۔ د ملاقات ??ه مهال د چين خارجه وزير ووئيل د دې فورم كاميابي د نړيوالې ورورولۍ د چين په پاليسو د باور څرګندونه ده۔ خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي د چين خپ?? همڅنګ ته د چين په 70مې جمهور??ه ورځ مباركي هم وركړه