واشنګټن 21 جولائی (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په بلنه امريكې ته ورسېدو۔ د تېرو پنځو كلونو په مهال د كوم پاكستاني وزيراعظم لخوا دا د واشنګټن وړومبې دوره ده۔ وزيراعظم عمران خان به د دورې په مهال د امريكې د نمائن??ګا??و ايوان سپيكر پشمول قانون جوړونكو او د سېنېټ د خارجه چ??رو كمېټې غړو سره ملاقات هم كوي چې پكښې به په سيمه ايزو او دوه اړخيزه ??ړي??و خبرې كولې شي۔ د وزيراعظم دا دوره ډېره مهمه ده۔ وزيراعظم به د دورې په مهال په سوله ايز ګاونډيتوب او سوئيلي اسيا كښې د امن په وده هم خبرې كوي۔ وزيراعظم به د جولائي په 22مه نېټه امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كوي۔ د وزيراعظم جوړېدو نه پس د وزيراعظم لخوا دا د امريكې وړومبې دوره ده۔ وزيراعظم به په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان په عزم هم خبره كوي۔ په دې موقع به د پاكستان او امريكې په ګڼ اړخيزه مرسته او دوه اړخيزه ??ړي??و هم خبره كېږي۔ په واشنګټن كښې پاكستانيانو سره په ملاقاتونو كښې به هغه د نوي پاكستان په وژن رڼا اچوي۔ هغه به د كانګرېس غړو٬ كارپورېټ مشرانو او نامتو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دورې سره به د شر??كې ګټې په بنياد شر??ت لا قوي شي۔ د وزيراعظم د امريكې دوره به د شر??كو ??ړي??و په بيا د سره جوړولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔