اسلام آباد 17 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ټولنې کمزور ط??قو ښېګړې او حقونو پاسداري د ریاست بنیادی ذمه واري ګرځولو سره وئيلي حکومت د مدينې رياست د وژن په رڼا كښې د غریب او کمزور ط??قو ښېګړې لپاره صحت سهولت او ”احساس” پروګرام پيل كړې، پاکستان يو داسي اسلامی فلاحی ریاست جوړول غواړو چرته چې رحم، انسانیت او انصاف وي، حاجتمندو له آسانيو وركولو لپاره به ?? يو نظام ترمخه مخ په وړاندې ځو۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په وزیراعظم آفس كښې د خاص كسانو لپاره صحت سهولت کارډ جاري كولو دس??ورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ دس??وره كښې د وفاقی کابینې غړو ، اعلیٰ چارواكو او د ژوند بلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔ دس??وره د تلاوت كلام پاك څخه پيل شوه۔په دې مهال د صحت انصاف کارډ د لارې د ټولنې کمزور ط??قو له وركړې كيدونكې صحت سهولیات په اړه دس??اویزی فلم هم اوښودلې شو۔ وزیراعظم عمران خان خاص كسانو له صحت سهولت کارډ وركړل۔ وزیراعظم عمران خان دس??ورې ته په خپل خطاب کښې ووئيل د خلقو پشان د قامونو هم وژن وي٬ پاكستان هم د يو وژن له مخې جوړ شوې٬ مونږ ترې لرې تللې يو۔ ده ووئيل پاكستان له د مدينې رياست غوندې اسلامي فلاحي رياست جوړېدل ٶ د مدينې رياست د جديد وژن په بنياد جوړ شوې ٶ٬ د مدينې رياست د انسانيت او انصاف په اصولو جوړ شوې ٶ۔ ده ووئيل د ټولنې د بې وسه ط??قو مرسته او دوي لپاره موقعې پېدا كول د رياست ذمه واري وي۔ ده ووئيل په بشري ټولنه كښې رحمدلۍ (زړه سواندي) ته ډېر فوقيت ترلاسه دے٬ زمونږ ذمه واري ده چې د لرې پرتو او د بې وسه ط??قو مرستيال جوړ شو په دې لړ كښې احساس پروګرام د ډېر سوچ او د بشپړې تيارۍ نه پس پې?? كړې شوې دې ٬ پاکستان داسې رياست جوړول غواړو چرته چې رحم٬ انسانيت او انصاف وي۔ د دې نه وړاندې د وزيراعظم د قامي صحت خدمت خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا دس??ورې ته وېنا كولو سره ووئيل د اوسني حكومت په يو كال ترسره كېدو خاص كسانو لپاره د صحت سهولت پروګرام په اجراء د لوي څښتن مننه كوٶ٬ دا پروګرام خاص كسانو لپاره ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د عام وګړي آسانۍ پلو خاص پام ګرځولې دې او دا اقدام هم د دې سلسلې يوه كړۍ ده۔ ده ووئيل نادرا سره د دوه لكه رجسټرډ كسانو له علاوه غير رجسټرډ خاص كسان هم صحت سهولت پروګرام څخه مستفيد كېدې شي٬ وزيراعظم عمران خان د معاشي ستونزو باوجود احساس پروګرام لپاره 200 اربه ??وپۍ بېلې كړې دي۔ ده ووئيل د 48 ضلعو د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوٶنكې ټولې كورنۍ د صحت سهولت كارډ د لارې درملنه كولې شي٬ د تھرپارکر ټولې كورنيو ته د صحت سهولت کارډ آسانۍ ترلاسه دي۔ ده ووئيل مونږ د صحت خدمت د هر وګړي بنيادي حق ګڼو۔ په دې موقع ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل معذوره كسانو لپاره په سركاري ملازمت كښې په دوه فيصده كوټه په سختۍ سره عملدرآمد كېږي۔ دې ووئيل خاص كسانو لپاره په سركاري ودانيو كښې يوه فيصد كوټه بېلا كړې شوې ده٬ وزيراعظم د احساس پروګرام د پنځو نكاتو منظوري وركړې ده٬ د پروګرام له مخې به په راتلونكو څلور كلونو كښې يو كروړ كسانو ته سماجي تحفظ وركولې شي او 38 لکھ كسانو ته به ?? روزګار موقعې وركولې شي٬ يو كروړ كورنيو ته به ??حت سهولت کارډز وركولې شي ٬ د احساس پروګرام له مخې به 5 لكه زده كوٶنكو ته سكالرشپس وركولې شي او دغسې 60 لكه مېرمنو لپاره به ?? پالنې پروګرام پې?? كولې شي۔په دې مهال د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاکټر ثانیه نشتر ووئيل معذوره كسانو له صحت سهولت کارډ جارې كول د احساس پروګرام يوه برخه ده، 34 وفاقی وزارتونو او د وفاقی اکائیو په اړه ههم ذمه وارۍ احساس پروګرام ته سپارلې شوي۔ دې ووئيل د خاص كسانو لپاره سرکاری نوكرو كښې دوه فیصده ، سرکاری استوګنو كښې يو فیصد، نوي پاکستان هاؤسنګ پراجیکټ كښې دوه فیصده كوټه بيله كړې شوي او وزیراعظم په دې په سختۍ سره د عملدرآمد کولو سپارښتنه كړي۔ دې ووئيل د خاص كسانو سماجی تحفظ لپاره قانون سازی هم كېږي۔ دې ووئيل احساس پروگرام په فهرست كښې 115 فلاحی خذمات يواځې د خاص كسانو ، ټولنې كمزورو ط??قو لپاره دي۔ دې ووئيل په دې اړه مسودہ به په وړومبي ځل عوامی مشاورت لپاره په يو څو ورځو كښې په ویب پاڼه واچولې شي۔ دې ووئيل د تولنې كمزورو ط??قو ته په پام لرنه كولو د وزیراعظم مننه كوم۔