آباد 03 ستمبر (اے پي پي )د وزيراعظم عمران خان ??ه خاص سپارښتنه ??ه خارجه وزارت كښې جوړ”كشمير سيل”وړومبۍ غونډه د نهې پھ ورځ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم٬سول او عسكري چارواكو٬خارجه سېكتر پشمول د خارجه وزارت سينئر چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې پھ مقبوضه جم?? او كشمير كښې د امن او امان خراب صورتحال او د پاكستان لخوا تراوسه شوي سفارتي هڅو او كشمير كونسل په غونډه كښې رامخې ته كېدونكې تجاويز٬د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن او د پارليمان معزز غړو لخوا ترلاسه شوې بېلا بېل تجويزونو هم جاج واخستلې شو۔د غونډې په مهال په مقبوضه جم?? او كشمير كښې د روان بشري حقونو سنګين خلاف ورزۍ په ګرده نړۍ كښې په بېلو فرمونو رامخې ته كولو لپاره په بېل?? اړخونو مشاورت شوې۔شاه محمود قرېشي په دې موقع ووئيل چې د مقبوضه جم?? كشمير په اړه د هند بيانيه پرله پسې بدلېدو سره راځي٬د پاكستان نقطه نظر يو ډول٬ښكار?? او په سپينو ټكو كښې دې٬پاكستان به د مقبوضه جم?? او كشمير بې ګناه مسلمانانو حق خود اراديت د ترلاسه كولو هلو ځلو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔د دې خاص سيل جوړولو مقصد مقبوضه جم?? او كشمير په اړه تازه صورتحال غور وخوض كول او د هېواد خارجه پالېسي ترجيحات په نظر كښې ساتلو سره مقبوضه جم?? و او كشمير په اړه موثر حكمت عملي وضعه كولو په اړه ضروري مرسته كول دي