اس??ام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتو محكمې په پاكستان كښې د طاقتور طوفان په اړه چاپ شوي خبرونه رد كړي دي او وئيلي ئې دي چې د هېواد ??ه كومه برخه كښې د كوم ډول طوفان كوم خطر نشته۔ د موسمياتو محكمې وياند ډاكټر خالد ملك وضاحت كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان په 80 فيصده ??يمو كښې مون سون د وړاندې نه ختم شوے او په هېواد كښې موسمي حالات د معمول له م??ې دي خو د بارانونو د كمي له امله په دې ورځو ??ښې ګرمي د معمول نه زياته ده۔ ده ووئيل چې خلق دې افواګانو ته پام نه كوي۔ ده ووئيل چې اولس دې يوازې د موسمياتو محكمې لخوا په جاري شويو خبرو انحصار وكړي۔