اسلام آباد ۔ 4 نومبر (اے پی پی) د نشائي توكو مخنيوي او سېفران دوهم وزير شهریار خان آفریدی وئيلي دي حکومت په صبر او تحمل د ټول صورتحال جاج اخلي دغسې چې د حكومت او احتجاجي مظاهرچيانو ترمي??ځھ كوم ټكر رامخې ته نه شي ولې چې دې سره به د هېواد د پرمختګ عمل اوځپلې شي۔ نجی نیوزچینل سره خبرو كښې ده ووئيل د مول??نا فضل الرحمن په پرلت كښې ګډون كوؤنكي د خپل ګوند د ايجنډې ذكر كولې نه شي ولې چې دوئي د ذ??تي ګټوې نه غېر بل كوم مقصد نه ??ري۔ ده ووئيل پرلت لا اوږدولو له مول??نا او شريك اپوزيشن درې نكتې لري۔ اول دا چې دوئي د پاكستان مخالف ذهنيت اتباع كوي۔ دوهمه دا چې مخالفه ډله د قامي خزانې لوټ كوؤنكو د خوشې كولو غوښتنه ??وي۔ او درېمه دا چې دوئي قام په څه چل قائل كړي چې حكومت ناكامه دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اپوزی??ن ګوندونه بايد د خپلو ذ??تي مقاصدو په ځائې كشميريانو سره اودرېږي