اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د تجارت او ټېكسټائل انډسټرۍ لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي كركيله د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لري٬هنګري سره تجارتي او معاشي روابط مضبوطولو لپاره هر ممكنه اقدامات پورته كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د هنګري سفير اسټوان سزابو سره خبرو كښې كړی۔د تجارت صلاحكار ??وئ??ل زمونږ مجمو??ي جي ډي پي كښې د كركيلې برخه 20 فيصد ده۔ده ??وئ??ل كركيله نه يوازې مونږ ته د خوراك حېزونه راكوي بلكې دا د خام مال سره د آبادۍ لويې برخې ته د روزګار وركولو هم يوه ذريعه ده۔ده كراچۍ ك??ې هنګري نېشنل ټرېډنګ هاؤس جوړول هم وستائېل ٬ ده ووئېل پاكستان كښې پاك هنګري بزنس فورم جوړولو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي روابط ته لا وده هم ترلاسه شي۔پھ دې موقع د هنګري سفير د كركيلې٬لائيو سټاك كبان نيونكو او فوډ پراسيسنګ په اړه د مرستې وړاندېز وكړو او وې وئېل هنګري د كركيلې په څانګه كښې جديدې ټېكنالوجي٬تحقيق ??و د ښه اقداماتو د لارې ځانګړې پرمختګ كړی۔ده ??وئ??ل د كركيلې لپاره د سود نه غېر قرض وركولو له هم وړاندېز وركړې شوې ۔ده ??وئ??ل هنګري د وړاندې څخه د تېلو او ګاز په اړه د پاكستان مرسته كوي ??و د هنګري كمپنۍ ځايې كمپنو سره په ګډه د تېلو او ګاز په لټون كار كوي۔ده دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره د هنګري برآمدي پرمختګ ادارې او ټي ډي اے پي ترمينځه د مفاهمت په يو يادښت د لاس ليك كولو هم تجويز وركړو