اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) احتساب لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اکبر وئيلې دي د نيو اسلام آباد ايئرپورټ ټھيکيدار ميا منير د چوهدري شو??ر ملز اكاٶنټس ته 560 مېل??ون?? روپۍ منتقل كړې٬ كوم چې د مريم نواز شريف ملكيت دے٬ چوهدري شو??ر ملز مني لانډرنګ لپاره كارولې شوې٬ شهباز شريف تر اوسه زما د پوښتنو ځواب نه دې راكړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د چوهدري شو??ر ملز لمېټډ د اثاثو ملكيت نزدې 6 اربه روپۍ دے٬ دا په كال 1991 كښې جوړ كړې شوې نو ھغه وخت ئې ماليت 13 لكه روپۍ ٶ۔ ده ووئېل د قرض٬ ناسمه ټي ټيز او د نېغ په نېغه كك بېكس له امله چوهدري شو??ر ملز وده كړې۔ ده ووئيل اسحاق ډار د فېصل انوېسټمنټ بانك معاونت سره د چاډرن جرسي لمېټډ په نامه يوه آفشور كمپني جوړه كړې او 396 مېل??ون?? قرض ئې ترلاسه كړې٬ د نړيوال بانك د سټار پروګرام وېب پاڼې له مخې د چاډرن جرسي لمېټډ اصل مالك فېصل انويسټمنټ بانك نه دے بلكې نواز شريف دے ۔ ده ووئيل اسحاق ډار د قاضي كورنۍ په نامه جعلي فارن اكاٶنټس پرانستي او په ھغې كښې ئې 15.37 مېل??ون?? ډالره جمع كړي كوم چې نواز شريف وركړې وو۔ ده ووئيل د چوهدري شو??ر ملز (چيف اېګزيکټو آفسر شهباز شريف) لپاره د 80 مېل??ون?? روپو قرض٬ د هجوهري مداربه (اسحاق ډار چيف اېګزيکټو آفسر) لپاره 35 مېل??ون?? روپۍ قرض او حمزه بورډ ملز لمېټډ (چيف اېګزيکټو آفسر حمزه شهباز) لپاره 70 مېل??ون?? قرض اخستې شوې۔ده ووئېل پاك پنجاب كارپټ نشنل بانك او مهران بانك څخه 65 مېل??ون?? روپۍ قرض اخستې شوې او دا ئې چوهدري شو??ر ملز ته منتقل كړې٬ د دې نه پس 105 مېل??ون?? قرض بخښلې شوې٬ د قاضي كورنۍ په نامه د جعلي فارن کرنسي اکاٶنټس د لارې 15.37 مېل??ون?? ډالره بهر هېواد ته جعلي ترسيل شوې ۔ ده ووئېل د صديقه سيد په نامه د 18 مېل??ون?? ډالرو د جعلي ټي ټيز د لارې په كال 1998ء كښې چوهدري شو??ر ملز ته لېږلې شوې۔ شهزاد اكبر ووئيل د حاني احمد جم جوم په نامه د 1.25 مېل??ون?? ډالره د جعلي ټي ټيز د لارې چوهدري شو??ر ملز لمېټډ اكاٶنټ ته منتقل كړې شوې٬ دغسې د ناصر عبداﷲ لوتھا په نامه د 4.88 مېل??ون?? ډالره د جعلي ټي ټيز د لارې چوهدري شو??ر ملز لمېټډ اكاٶنټ ته منتقل كړې شوي ۔ ده ووئېل د مخدوم عمر شهريار په نامه د 33 مېل??ون?? ډالرو د ناسمه ټي ټي د لارې د چوهدري شو??ر ملز لمېټډ اکاٶنټ ته منتقل شوې۔ ده ووئيل په كال 2010 كښې د حسن نواز شريف لخوا يو مېل??ون?? ډالره د چوهدري شو??ر ملز اکاٶنټ ته منتقل كړې شوي ٬ د كال 2010ء نه تر كال 2018ء د يوسف عباس شريف لخوا 30 مېل??ون?? قرض چوهدري شو??ر ملز ته وركړې شوې٬ د نيو اسلام آباد ايئرپورټ پراجيکټ څخه 560 مېل??ون?? روپو د کک بېکس رقم هم وركړې شوې ۔ ده ووئيل د چوهدري شو??ر ملز 45 فيصده حصص د غېر ملكي كسانو په نوم د بې نومه مالك په نامه منتقل كړې شوې ۔ ده ووئيل د اېس يا سي پي په رېكارډ كښې د جعلي بدلون څخه دا څرګندېږي چې د چوهدري شو??ر ملز لمېټډ اصلي مالكان ميا نواز شريف او مريم نواز شريف دي۔ ده ووئيل دا مهال ميا نواز شريف په طبي بنيادونو په ضمانت دے او په لندن كښې دے٬ اسحاق ډار هم مفرور دے او په لندن كښې دے٬ حسن او حسېن نواز شريف هم د رابللو باوجود مفروران دي او په لندن كښې دي۔ ده ووئېل ميا شهباز شريف څوك چې د چوهدري شو??ر ملز چيف اېګزيکټو آفسر پاتې شوې او په دې مني لانډرنګ كښې په بشپړه توګه مرستيال او شريك پاتې دے