اسلام آباد 02 فروري (اے پي پ??) د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي ??ه نړيواله كچه د كشمير په اړه كاميابې ترلاسه كېږي، كشميريان به د دوي د خواهشاتو له مخې خپل د خپلواكې حق ترلاسه كوي، په مقبوضه كشمير او هند كښې د هندوتوا د سوچ ر??ج دے، پاكستاني ځوانان دې په سوشل مېډيا هم د كشمير مسئله په بشپړه توګه په ډاګه كړي، د فرورې په 5مه نېټه به پاكستانې قوم كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كوي. د اتوار په ورځ مېډيا سره په خبرو كسې وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل چې وزيراعظم عمران خان ??ه نړيواله كچه د كشمير مقدمه وړاندې كوي، د پاكستان هر يو بچې ب?? د كشمير كاز مخ په وړاندې ب??ځي. د كشمير په اړه ټول پاكستانيان يو موټې دي كه د دوي تعلق هر يو ګوند سره وي. ده ووئيل چې پاكستان د هند اصل څېره نړۍ ته وړاندې كولو لپاره كردار ترسره كړے او د هند اصل څېره نړۍ ته څرګنده شوې. ده ووئيل چې د پاكستان اولس كشميريانو سره يووالي لپاره ولاړ دے.