اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي هند كښې د سكيهانو ٬ عيسايانو او د مسلمانانو ژوند ګران شوې ٬ د آر اېس اېس د كركې فلسفې ګاندهي هم وژلې ٬ کشمير د نيمې وچې د ويش نامكمله اېجنډا ده٬ پاكستا?? امن غواړي خو د كشمير په مسئله به هېڅكله سودا اونه كړو٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو د هند دوه الوتكې رانسكورولو سره د هند غرور خاورې كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د زيارت په ورځ د “شدت خوښ هند او د ذمه وار پاكستان” په سرخط سيمينار ته وكړه۔ اولس مشر ووئېل ملګري ملتونه اداره په نړۍ كښې امن ته د ودې وركولو نظريې تر مخې جوړه شوې٬ هند د ملګرو ملتونو منشور هم تهس نهس كوي۔ اولس مشر پاكستان كښې د ترهګرۍ خاتمې كولو په كا??يابۍ وسله والو ځوكوانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو د هند دوه الوتكې په رانسكورولو د هند غرور خاورې كړې او پاكستان ثابت كړې چې د كوچني هېواد باوجود زمونږ دفاعي صلاحيت څو چنده بهتر دے۔ اولس مشر ووئيل هند سري لنکا، نيپال او نورو كوچنيو هېوادونو په كورنيو معاملو كښې هم لاس وهنه كوي۔ اولس مشر په دې وروستيو كښې د هند د كورني صورتحال ذكر كولو سره ووئيل دا صورتحال د خوشنونت سنګھ په كا?? 2003 كښې شائع كړې شوي كتاب “د هند خاتمه” كښې ښودلې شوې صورتحال سره مماثلت ??ري?? ده ووئيل زه د هند كورني صورتحال نه ښه خبر يم۔ ده ووئيل پاكستان ګرده نړۍ كښې د ??قل??تونو د حقونو علمبردار هېواد دې او هند كښې ??قل??تونه فشار سره مخ دي۔ ده ووئيل منطقه كښې د امن ټولې هلې ځلې ضائع كړې دي۔ ده ووئيل هند د لسو كا??و راهسې د سارك مشرانو غونډه كښې ګډون نه دې كړې