اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د كرونا وبا په اړه خارجه وزارت كښې د جوړ كړې شوي “کرائ??ز مېنجمنټ سېل” غونډه د خالي په ورځ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې وشوه۔ خارجه وزير د سېلف آئسولېشن له امله د وېډيو لنك د لارې د غونډې مشري كوله۔ خارجه وزير خپلو خبرو كښې ووئيل د معلوماتو په وخت رسنې له په ګرده نړۍ كښې پاكستاني سفارتخانو كښې فوكل پرسنز ټاكلې شوي دي ??وم چې په مستقل بنيادونو كرائ??ز مېنجمنټ سېل سره رابطه كښې دي۔ خارجه وزير كرونا نړيواله وبا نظر كښې نيولو سره پاكستاني سفارتخانو ته په ګرده نړۍ كښې مېشته پاكستا??ي كميونټي سره د رابطو زياتولو هدايت وكړو۔ خارجه وزير ووئيل کرائ??ز مېنجمنټ سېل به د كورونا وبائي چېلنج په مهال د 24 ساعتونو په بنياد كار كوي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل دا بېړنې كرائ??ز مېنجمنټ سېل د هېواد بېلو ادارو سره پرله پسې رابطه كښې دې دغسې چې معلومات جمع كولو سره پاكستاني سفارتخانو او اعلی چارواكو ته ورسولې شي او دې معلوماتو څخه استفاده كولو سره ددې چېلنج مقابلې له فعاله تګلاره وضعه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔