اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ټول هېواد كښ?? د ??ائيګر فورس په بشپړه توګه د فعالولو امر كولو سره وئيلي دي په سخت وخت كښې قام لپاره وخت وركوٶنكي ځوانان د قام اتلان دي ، د ضلع، تحصيل او يونين کونسل په كچه دې ټائيګر فعاله كړے شي او په انتظامي توګه دې ښې رابطې باوري كړے شي۔ دا امر وزيراعظم عمران خان د ټائيګر فورس پحقله د يوې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړے۔ په غونډه كښ?? د ??نجاب وزير اعلې سردار عثمان بزدار او د خېبرپښتونخوا ??زير اعلي محمود خان، صوبائي چيف سېكرتريز او كمشنرا??و د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو ۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته په صوبائي كچه د ټائيګر فورس اوونيز راپور وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم د ټائيګر فورس پحقله وزير اعلٰې ګانو او چيف سېكرټريز ته ګائيډ لائنز وركړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل ټائيګر فورس څخه به احساس لېبر رجسټرېشن پروګرام له هم مرسته تر لاسه شي، د ټائيګر فورس مېړني ځوانان د هېواد سرمايه ده ۔ ده ووئيل په سخت وخت كښې قام لپاره وخت وركوٶنكي ځوانان اتلان دي، په دې لړ كښې په انتظامي توګه ښه کوآرډينېشن باوري كړئ۔