اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د كابینې اقتصادی رابطه كمیټۍ (ای سی سی ) د زراعت پرمختګ او كروندګرو له معاونت وركولو په لړ كښې د څو اربه روپو مالیت پیكج منظوری وركړې ده، د پیكج ترمخه به كروندګرو له په سره زرتلافی وركولې شي، د زرعی قرض د سود شرح كښې كمې، د بيلو تخمونو لپ??ره د چينجو وژلو داروګانو اخستلو او په ځائې توګه د جوړو شوو ټریكټرو په سیلز ټیكس كښې سبسډی هم په پیكج كښې شامل ده ، د موبائل ډیوائس مینوفیكچرنګ پالیسۍ او پاسكو څخه آزاد كشمیر له د 35 زره میټرك ټنه غنمو وركولو منظوري هم وركړې شوه ۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ غونډه د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټرعبدالحفیظ شیخ په مشرۍ كښې وشوه۔ د زرعی پیكج د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار (ایس ایم ایز) او زرعی څانګې لپ??ره د كورونا وائرس وباﺀ اثراتو مخ نيوي لپ??ره د وزیراعظم د 1200 اربه روپو څخه زيات ريلېف د امدادی پیكج برخه دے۔ د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وفاقی وزارت د 56.6 اربه روپو مالیت زرعی پیكج تجویز وركړے ؤ خو اقتصادی رابطه كمیټۍ و??ارت ته سپارښتنه وكړه چې دا پیكج به د كوچني او مينځنۍ درجې كاروبار او زرعی څانګې لپ??ره كورونا وائرس وباﺀ اثراتو څخه مخ نيوي لپ??ره د وزیراعظم د 1200 اربه روپو څخه زيات مالیت امدادی پیكج ترمخه وركولې شي، د وزیراعظم امدادی پیكج كښې اېس ایم ایز لپ??ره 100 اربه روپۍ بيلې كړې شوي ۔ ای سی سی د اېس اېم ای څانګې له بالواسطه طریقې سره د كیش معاونت په لړ كښې 50 اربه روپۍ پیكج وړاندې څخه منظور كړے، د دې ترمخه 35 لكهه كسانو له د پری پیډ برېښنا آسانۍ و??كړې كيږي۔ د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وزارت اړوندو ډلو سره په ګډه چې كوم یكج تيار كړے په هغې كښې كروندګرو له د سرې په اخستلو 37 اربه روپۍ سبسډی وركولې شي۔ په دې كښې ډی اے پی او فاسفیټ سرو په يوه تروړه به 925 روپۍ او د یوریا او نائټروجن سرو په يوه تروړه به 243 روپۍ زرتلافی وركولې شي۔ ای سی سی ته ووئيل شول خریف سیزن كښې 3.04 ملیونه يوريا او 0.95 ميليونه ټنه ډی اے پی د كھپت اندازه ده۔ په زرتلافی سكیم به صوبې عمل درآمد كوي۔ زرعی پیكج ترمخه زرعی قرض باندې به مارك اپ كښې كمي لپ??ره 8.8 اربه روپۍ او كاټن سیډز او نور تخمونو چينجو وژلو داروګانو له بالترتیب 6 اربه او 2.5 اربه روپۍ بيلې كړې شوي،په دې پیكج كښې د يو كال مودې لپ??ره په ځائې توګه د جوړو ټریكټرو سیلز ټیكس په لړ كښې 2.5 اربه روپۍ زرتلافی شامله ده۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ 12.5 ایكړه زمكه لرونكو كروندګرو ته رسنې لپ??ره د زیډ ټی بی ایل سره سره د نورو بانكونو شاملولو په حاجت زور راوړې۔ په غونډه كښې تجویز وركړې شو چې د مارك اپ تعین سټیټ بنك كوي دې لپ??ره پیكج كښې دې د مارك اپ شرح د سټیټ بنك شرح له مخې معقول كړې شي۔ ای سی سی سكریچ كارډ سسټم لپ??ره د كوټلې تګلارې وضع كولو سپارښتنه وكړه دغسې چې حق دارو ته زرتلافی وركول مم??ن شي۔په غونډه كښې ووئيل شول د سبسډی نه پس به د سرو طلب زيات شي او دې لپ??ره د صنعت او پیداوار وزارت وړاندې څخه خبر كړے شوے دغسې چې په دې اړه وړاندې څخه انتظامات باوري كړي۔ د قامی غذائی تحفظ اوتحقیق وزير ای سی سی له باور وركړو چې د سرو باقاعده آف ټیك سبسډائز دې خو د زياتوالې په صورت به اړوند وزارت سره رابطه كولې شي۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ ډویژن د اړخه په لائن آف كنټرول نزدې آبادۍ لپ??ره خاص ریلیف پیكج په لړ كښې د 01 جنوری 2020 راهسې تر 30 جون 2020ئ د مياشتې 12000 روپۍ و??كولو د تجویز منظوری وركړه دغسې چې د 01 جولائی نه تر 31 دسمبر 2020ﺀ دغه كورنيو له د مياشتې 2 زره روپۍ و??كړې شي۔ په غونډه كښې د دفاع وزارت په تجویز پی او ایل، یوټیلیټیز او میډیكل سټورونو خرڅونو لپ??ره د 16.6 اربه روپو تكنیكی ضمنی ګرانټ منظوری هم وركړې شوه، د خزانې وزارت په تجویز پاكستان مشین ټول فیكټری ملازمانو لپ??ره د اكتوبر 2019 نه تر جون 2020 مودې لپ??ره د تنخاګانو وركولو لپ??ره د 288 ملیونه روپو ګرانټ منظوری هم وركړې شوې، د قانون وزارت په تجويز ای سی سی فیډرل جوډیشل اكیډیمی ملازمانو تنخاګانو لپ??ره د 40 ملیونه روپو تكنیكی ضمنی ګرانټ منظوری هم وركړه۔ ای سی سی د صنعت او پیداوار وزارت د اړخه پاكستان سټیل ملز هیومین ریسورس ریشنلایزیشن د يو تجویز جاج واخست،د دې تجویز ترمخه 8 زره نه تر 9 زره ملازمانو له ریټائرمنټ او په ټرمینیشن 18.74 اربه روپۍ و??كولې شي۔ ای سی سی د تجویز په تفصیل جاج واخستلې شو او سپارښتنه وشوه چې پاكستان سټیل ملز منیجمنټ سره به په دې سكیم بيا كار كولې شي،په دې سكیم كښې به زيات ملازمان شاملولې شي او دا تجویز به بيا ای سی سی ته وړاندې كولې شي۔په غونډه كښې د صنعت او پیداوار وزارت د اړخه موبائل ډیوائس مینوفیكچرنګ پالیسۍ تفصیلی جاج واخستلې شو، ای سی سی د دې په بيلو اړخونو رڼا واچوله او منظوري ئې وركړه،ای سی سی وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د دې پالیسۍ ځينې خصوصیات او ترغیبات دې لا ښه كړې شي دغسې چې په ځائې توګه موبائل جوړول باوري كړې شي او دې سره سره د هغې برآمد هم ممكن كړې شي۔ ای سی سی د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وزارت په تجویز پاسكو څخه آزاد كشمیر لپ??ره د 35 زره میټرك ټنه غنمو وركولو منظوری هم وركړه په دې به 1.52 اربه روپۍ خرڅونه راځي او په دې كښې به 50 فیصده روپۍ وفاقی حكومت وركوي۔(SFA/ZIA/2223)