مل??ان ۔26 مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاكس??ان زغم او امن كښې خوښي لرل دې زمونږ كمزوري ګرځولې نه شي او هند دې ځان ښه پوهه كړي چې د كومې هم مهم جوئۍ به بشپړه ځواب كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اختر لمونځ نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د كورونا وائرس مقابلې له سيمه ايزې مرستې ته اړتيا ده۔ پاكس??ان ددې نړيوالې وباﺀ مقابلې له د روغتيا وزيرانو كنفرنس وكړو۔ ده ووئيل ما د ملګرو ملتونو مشر ته وئيلي چې هند د نړۍ پام مقبوضه كشمير كښې د روان ظلم او زياتي څخه بل پلو كول غواړي۔ ده ووئيل د اس??ام?? كنفرنس تنظيم عمومي سېكتر سره مې هم خبره كړې ده او هغه مې د هند د اس??ام??فوبيا نه خبر كړې دې۔ ده ووئيل اس??ام?? كنفرنس تنظيم بايد په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل ما د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدر ته هم يو خط ليكلې دې او دې مې د هندي عزائمو حوالې سره د پاكس??ان تحفظات نه خبر كړې دې۔ ده ووئيل اختر نه وروستو به خارجه وزارت كښې د لوړې كچې يوه غونډه رابللې شي كومه كښی به چې د هند د ناوړه عزائمو مقابلې له تګلاره وضعه كولې شي۔ بلوچس??ان كښې په امنيتي ځواكونو د بريدونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دې كښې شك نشته چې هند بلوچس??ان كښې ناامني پېدا كول غواړي۔ ده ووئيل هندي جاسوس كلبھوشن ياديو هم بلوچس??ان څخه نيولې شوې وو۔ ده ووئيل پاكس??ان د خېبر پختونخوا قبائلي سيمو او افغانس??ان سره تړلې د بلوچس??ان سيمو كښې هندي هلو ځلو څخه بې خبره نه د??۔ د افغانس??ان صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د طالبانو لخوا د وړوكي اختر په موقعه د جنګ بندۍ اعلان افغانس??ان كښې امن په ځائې كولو له يوه زرينه موقعه ده۔ ده ووئيل زما دعا ده چې افغان اولس امن سره پاتې شي او دوحا كښې پېل كېدونكې امن لوظنامه مخ په وړاندې لاړه شي۔ د كراچۍ الوتكې پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل ددې پېښې به سپېځلې پلټنې كېږي او د غفلت ذمه وارو په ضد به كاررو??ئي كولې شي۔ ده ووئيل د بلېك باكس او پائلټ خبرو ريكارډنګ به تحقيقات كښې مرسته وكړي۔ خارجه وزير زياته كړه چې د كورونا وائرس دلاسه دا اختر د تېرو اخترونو نه بېخي بدل د??۔ ده وويئل د كراچۍ الوتكې په پېښه ټول اولس خفه دے