اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د قامي اسم??لۍ او سېنېټ د بجټ غونډو كښې د كرونا وبا نه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز موثره عملدرامد باوري كړے شي۔ ده ووئيل د ميډيا کوريج په مهال دې پ?? احتياطي تدبيرونو عملدرآمد لپاره كوټلې طريقه كار وضع كړے شي دغسې چې د دې وب?? په كوټلې ډول مقابله وكړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پارلمان د دورې پ?? مهال وكړه۔ پارلمان ته په رسېدو د قامي اسم??لۍ سپيكر اسد قېصر د اولس مشر هركلے وكړو۔ په دې موقع د قامي اسم??لۍ سېكرټري طاهر حسېن صدر ته د بجټ غونډې پ?? مهال د انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ صدر ووئيل د قامي اسم??لۍ تېره ورځ د غونډې پ?? مهال په اېس او پيز عملدرآمد باوري كړے شوے ٶ او د بجټ غونډې پ?? مهال به هم په دغه اېس او پيز په بزنس اېډوائرزي كمېټۍ كښې مشاورت كولې شي۔ صدر ووئيل د بجټ غونډې پ?? مهال دې د كرونا نه بچ كېدو لپاره په احتياطي تدبيرونو عملدرآمد باوري كړے شي۔ په دې مهال صدر د قامي اسم??لۍ د ايوان او بيا د سېنېټ د ايوان هم دوره وكړه چې ورته د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني او وفاقي وزير سېنېټر اعظم سواتي ايوان ته په رسېدو هركلے اووې