اسلام آباد ۔ 06جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي نن نړۍ د كورونا په ضد د پ??كستان د تګلارې اعتراف كوي۔ اېشین ډوېلپمنټ بېنک د احساس ??روګرام ترسېوري لاندې په لږ وخت كښې د زيات رقم وېش له د پ??كستان ګامونه ستائلي دي۔ د معيشت پايه بايد روانه پاتې شي۔ د ټائيګر فورس رضاكار دې اېس او پيز عملي كړي۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطو په وېب سائټ ټويټر خپل ټويټس كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل په احساس ??روګرام ډاكټر ثانیه نشتر او د احساس ??وله ډله د ستائنې وړ ده۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ په هېواد د لوئے څښتن كرم دے۔ ده د ټول قام ، کمانډ اېنډ کنټرول ډلې او طبي عملې خذمات هم وستائل۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ هېواد په هغه حائې ولاړ دے چرته چې اوس هم په احتياطي تدبيرونو عملدرآمد مونږ لوئے مصيبت څخه بچ كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل لاك ډاؤن بې وزله طبقه زياته ځپلې ده۔ دغسې سفېد پوشه طبقه ئې هم ستونزو سره مخ كړې ده۔ ده ووئيل د امريكا په ډول هېواد كښې هم خلقو ته په قطارونو كښی خوراك وركولې شي۔ ده ووئيل په وروستو پاتې هېوادونو كښې د كورونا دلاسه لګولې شوې لاك ډاؤن لا تباهي خپرونكې ثابت شوې دې۔ وزیراعظم ووئيل د احساس ??روګرام ترسېوري لاندې ځپليو وګړو سره مالي مرسته وكړې شوه ولې محدود وسائلو سره حكومت د ټولو مرسته كولې نه شي۔ ده ووئيل مونږ له به خپل محاصل زياتول وي۔ دې لپاره ضروري ده چې د معشيت پايه روانه وي۔ ده ووئيل اېس او پيز سره كاروبار پرانستلې شي۔ د کورونا فورس رضاکار به په اېس او پيز عملدرآمد باوري كوي۔ وزیراعظم ووئيل ټائيګر فورس ته به اوس باقاعدګۍ سره هدايات جاري كولې شي۔ په راتلونكو ورځو كښې كه هاټ سپاټس بند كړې شو نو د رضاكاران?? ضرورت به پېښېږي۔ ??ا فورس به د انتظاميې مرسته كوي او اولس كښې شعور پېدا كولو له به د كورونا خپرېدو كښې مخنيوي له خپل كردار ترسره كوي