اسلام آباد ۔ 6 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي فنكارانو له د كار رائلټي وركول د دوي حق دے۔ د كاپي رائټس تحفظ باوري كولو لپاره به عملي ګامونه پورته كوؤ۔ فل?? ټاسک فورس به زر تر ز??ه جوړ كړے شي كوم كښې به چې د حكومتي عهدېدارو سره سره د فل?? انډسټرۍ اړوندې نامې هم شاملولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده فل??ي صنعت سره تعلق لرونكو او نورو سټېك هولډرز سره د وېډيو لنك د لارېغونډه كښې وكړه۔ غونډه كښې د اطلاعات سېكرټري اكبر دراني ٬ د الېكټرانك ميډيا اېنډ پبليكېشنز ډي جي عمرانه وزیر، د سنټرل فل?? سنسر بورډ چيئرمېن دانیال ګیلانی او نورو سينئر چارواكو ګډون كولو۔ غونډه كښې فل??ي صنعت ته په پېښو مسئلو بحث وكړے شو۔ وفاقی وزیر شبلي فراز ووئيل زمونږ فنكار زمونږ پېژندګلو او ق??مي اثاثه ده۔ د هېواد كلتور ته او ق??مي تشخص ته وده وركولو كښې د دوي كردار ډېر مهم دے۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت فنكارانو ته د قد?? په سترګه ګوري۔ ده ووئيل د تخليقي سوچ ډاډګيرنه د ټولنې ودې له ضروري ده۔ فنكارانو ته د كار رائلټي وركول د دوي حق دے۔ د كاپي رائټس تحفظ باوري كولو لپاره به عملي ګامونه پورته كوؤ۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل فل?? ڼاسک فورس به هېواد كښې د فل?? انډسټري وده او دې سره د اړوندو مسئلو حل له بنيادي كردار ترسره كړي۔ د فل?? پالیسۍ او آرټسټ ویلفیئر فنډ په اړه د اطلاعات سېكرټري اکبر درانی د غونډې ګډون كوؤنكي په تفصيل سره خبر كړل۔ ده ووئيل فل?? پالیسی اسټېك هولډرز سره په ګډه جوړه كړې شوې او په دې كښې لا ښه والي له به د وړاندېزونو هركلے كولے شي۔ ده ووئيل د اطلاعات وزارت ګرد هېواد كښې د فنكارانو ډېټا بېس جوروي كوم به چې د دوي مالي مرستې له مرستياله ثابت شي