اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي پنجاب كښې به يو ك??ټل?? او موثره صوبائي ماليا??ي كمېشن جوړولے شي۔ د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د صوبائي ماليا??ي كمېشن په اره غونډه وشوه ۔ په غونډه كښې د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت ، د خېبرپښتون??وا د خزانې وزير تېمور سليم جھګړا، د منصوبه بندۍ سېكرتري٬ د خزانې صوبائي سېكرتري او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونده كښې د وزيراعظم سپارښتنې په رڼا كښې په صوبو كښې د ماليا??ي كمېشن جوړولو په لړ كښې پنجاب كښې د صوبائي مالياتي کمېشن جوړولو په چارو غور او د خيالاتو څړګنونه وشوه ۔ په دې موقع اسد عمر ووئيل خيبر پښتون??وا كښې د تحريك انصاف تېر حكومت كښې جوړ كړے ماليا??ي كمېشن په موثره او ښه ډول د كاركردګۍ څرګندونه كوي، د دې نظام په اړه چې كومه تجربه شوې د ھغې په بني??د به تجويزونه مرتب كولے شي٬ دغسې چې پنجاب كښې يو ك??ټل?? او موثره د صوبائي ماليا??ي كمېشن نظام جوړ كړے شي۔ په غٶنده كښې دا پرېكړه وشوه په يوه مياشت كښې دننه به د دواړو صوبو مشاورت نه پس به يوه بله غونډه كولې شي چې پكښې به د ټولو تجويزونو په رڼا كښې حتمي لائحه رامخې ته كول وي